فلپائن كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 9 لكهه 62 زره څخه زياته شوه

منيلا 21 اپريل (اے پي پي) فلپائن كښې د تيرو 24 ساعتو په مهالد كورونا وائرس 9 زره 227 نوي كيسونه رپورټ شوي،دې نه پس تر اوسه د تصديق شوو كيسونو مجموعي شميره 9 لكهه 62 زره 307 ته رسيدلي۔ د چين خبر رسني اداري له مخي د فلپائن د روغتيا محكمې ډي او ايچ تازه شميرو كښې وئيلي دي د كورونا وائرس له امله تر اوسه د ښه شوو كسانو شميره 8 لكهه 29 زره 608 ده۔ فلپائن كښې د كورونا وائرس له امله نور 124 رنځوران مړه شوي او دې نه پس د مړو شميره 16 زره 265 ته رسيدلي ده