فلپائن كښې د كورونا وائرس د لاسه د ځپليو شمېره 5 لكه نه زياته شوه

منیلا۔19جنوری(اے پی پی) د فلپائن د روغتيا وزارت وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس نور 1 زره 357 کېسونه رپورټ شوي چې ورسره هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 5 لكه 4 زره ته رسېدلې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا وزارت وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا د لاسه د نورو 69 كسانو د مرګ سره د مړو شوو مجموعي شمېره 9 زره 978 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه دې وائرس څخه 4 لکه 66 زره 249 كسان ښه شوي هم دي۔ فلپائن كښې تر دې دمه د 6.92 ملین كسانو د كورونا ټېسټونه شوي۔ وزارت اولس ته غږ كړے چې د وائرس په ضد په احتياطي تدبيرونو دې عمل وكړے شي او د ضرورت له مخې د كور نه په وتلو ماسك اچوې