فرانس سره د اړيكو او هېواد څخه د سفير ويستلو په بابله په قرارداد د پارلمان د پرېكړې نه پس به حكومت كومه پرېكړه كوي. د صدر ډاكټر عارف علوي وائس آف امريكا سره مركه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د بېغمبر اسلام ﴿ص﴾ د سپكاوي خاكو خپرولو په غبرګون كښې فرانس سره د اړيكو او هېواد څخه د سفير ويستلو په اړه په قرارداد د پارلمان د پرېكړې نه پس به حكومت كومه حتمي پرېكړه كوي، د افغانستان په استحكام او بيا رغونه كښې به د پاكستان مهم كردار وي. وائس آف امريكا سره په ځانګړې مركه كښې صدر ووئيل د خارجه پالېسې پرېكړې كول د وفاقي حكومت استحقاق دے، خو پارلمان خپل وړاندېزونه وركولې شي. ده ووئيل د يو جمهوري هېواد په حېث مونږ د هېواد څخه د فرانس سفير ويستلو لپاره قرارداد اسمبلۍ ته وړاندې كړے چې دغسې د اولس د جذباتو عكاسي وشي او يوازې پارلمان هغه فورم دے چرته چې د اولس د خواهشاتو سم اظهار كېدے شي خو د ده په قول وزيراعظم عمران خان ګڼي چې د سفير ويستلو به پاكستان ته معاشي زيان ورسي. ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان د مذهبي طبقې پرتشدد احتجاج د ځينې اروپائي هېوادونو لخوا د اسلام په ضد د اقداماتو نتيجه ده كومو چې په داسې وخت كښې تهذيبونه يو بل ته مخامخ اودرولي كله چې نړۍ ته د امن ضرورت دے. صدر عارف علوي ووئيل زه كوم حق نه لرم چې د رائے د اظهار آزادې په نوم كومه داسې خبره وكړم چې چا ته پرې تكليف ورسي. په اروپا كښې د هولوكاسټ په اړه خبره كول په قانوني توګه جرم ګرځولے شوے. ده ووئيل د پېغمبر اسلام ﴿ص﴾ د سپكاوي خاكو خپرولو سره د خلقو جذبات مجروح شوي. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په 18م آئيني بدلون د وزيراعظم عمران خان اعتراضات جائز دي چې بايد د وسيلو په اعتبار سره د وفاق برخه زياته كړې شي. ده ووئيل وفاق دا معامله د شريكې ګټې كونسل ته وړې ده او په دې خبرې كېږي. ده ووئيل چې څنګه په آئين كښې بهترې لپاره په آئين كښې بدلون كېدے شي هم داسې په اتلسم بدلون كښې بهترې لپاره هم بدلون كېدے شي. صدر ووئيل د آرټيكل 370 تر خاتمې هند سره مذاكرات نه شي كېدے، هند سره په پوله د جنګ بندې لوظنامې د توثيق د پاكستان د كشمير پالېسې سره نېغ په نېغه تعلق نشته. د جنګ بندې لوظنانه خوشبينه ده او دا وئيل چې دې عمل سره به د كشمير په مسئله د پاكستان دريځ كمزورے شي، غېر مناسب خبره ده. د كشمير مو هېڅ ډول سودا نه ده كړې او پاكستان په خپل دريځ قائم دے چې د آرټيكل 370 تر خاتمې به هند سره مذاكرات نه كېږي. صدر د امريكائي صدر جوبائيډن لخوا د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو د ويستلو د پروګرام هركلې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا به د امن پلو غوره ګام ثابت شي. په افغانستان كښې د هند په كردار د پاكستان په اندېښنو خبره كولو سره صدر عارف علوي ووئيل اسلام آباد نړۍ خبر كړې چې نوے ډيلے د افغانستان خاوره كارولو سره په بلوچستان كښې مداخله كوي او د ترهګرې كارروائې كوي. پاكستان په دې لړ كښې يوازې تورونه نه لګوي بلكې د هند جاسوس كلبهوشن ياديو په صورت ئې په نړيوالو فورمونو د دې ثبوت هم وركړے چې نوے ډيلے په پاكستان كښې د جاسوسې او عدم استحكام په فعاليتونو كښې ككړ دے. صدر ووئيل صدر جوبائيډن د جنګ څخه زيات امن لپاره په سرمايه كارې كولو باور لري او په دې بنا به د پاكستان او امريكې اړيكې د بهترې پلو لاړې شي.