عمران خان فرانس كښې د ترهه ګرۍ پېښه وغندله

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان فرانس كښې د ترهه ګرۍ پېښه په سختو ټكو كښې غندلې او د دې په نتيجه كښې په لويه كچه په شوي ځاني زيان ئې د افسوس څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د مركزي ميډيا ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه عمران خان ووئيل د بې ګناه او تش لاس وګړو عام وژنه په هېڅ صورت د زغملو نه ده۔ د ترهه ګرۍ دا نړيواله چپه خطرناكه ده۔ نړيوالې ورورولۍ له به د ترهه ګرۍ په ښه ډول مخنيوي له د دې د سوبونو ايماندارۍ سره جاج اخستل وي۔ ده ووئيل مونږ فرانسیسی حکومت او اولس سره غمرازي كوؤ۔