عمران خان خپله دوبئۍ څخه د 2 مېليونه ډالره چندې ترلاسه كېدو اعتراف كړې

اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي چې عمران خان د دې خبرې خپله اعتراف كړې چې دوبئۍ څخه 2 مېليونه ډالره چنده ترلاسه شوې ٬ په دې خبره ھغه د ټاكنو په كمېسون كښې ګېر دے٬ او اوس به د ھغه تلاشي پېل شي ۔د سترې محكمې نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په بهر فنډ هېواد كښې سياست كول غېر قانوني دي ٬ عمران خان جلسو دهرنو او لاك ډاٶن څخه عدالت متاثر كول غواړي ۔ ده ووئيل عمران خان د کرپشن په ضد جعلي او بې بنسټه تورونه لګولو سره د سياست كولو هڅې كوي۔ دانيال عزيز ووئيل عمران خان غلا كړې نو تښتي دے نه تلاشي به ئې اوس پېل كېږي۔ دانیال عزیز ووئيل مونږ سياست مدار يو٬ مونږ سياست عبادت ګڼو۔ ده ووئيل عمران خان وړاندې په نجم سېټھي تور لګولې ٶ او په ټاكنو كمېسون كښې ئې معافي غوښتې۔ ده ووئيل مونږ پټېدونكي او تښتېدونكي نه يو مونږ خپل ځان احتساب له وړاندې كړې او كه لوئے څښتن ته منظور وي بريالي به شو۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد په ټاكنو كمېسون كښې د عدالت سپكاوي كېس پېل شوې