عراق كښې د مظاهرچيانو او امنيتي ځواكونو ترمينځه نښتې ،5 مظاهرچيان مړه او 175 ژوبل

بغداد 27 فروري (اے پي پي) د عراق جنوبي ښار ناصريه كښې د مظاهرچيانو او امنيتي ځواكونو ترمينځه د نښتو په نتيجه كښې 5 مظاهرين هلاك او 175 څخه زيات ژوبل شوي۔ د برتانيې خبررسني اداري له مخې د عراق د بشري حقونو هائي كمېشن غړي علي بياتي ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل تيره ورځ امنيتي ځواكونو د صوبائي حكومت په ودانۍ بريد كونكې مظاهرچيان په شا تنبولو له ډزي وكړي چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 175 ژوبل شوي۔ ده ووئيل مظاهرچيانو په 2019 كښې د يوې مظاهرې په مهال په قتل عام د ګورنر د اخوا كولو او انصاف غوښتنه كوله۔ دا خبره دې ياده وي چې په عراق كښې په اكتوبر 2019 كښې پيل شوي مظاهره كښې 500 كسان مړه شوي ؤ چې له امله ئې وزيراعظم عادل عبد المهدي مستعفي شوې ؤ۔