عراق كښې د امريكې اتحادي الوتكو په بمبار د داعش 250 جنګيالي ووژل شول

بغداد 30 جون (اے پی پی)عراق كښې د امريكې اتحادي الوتكو په بمبار د داعش 250 جنګيالي وژلې شوي دې ۔د عراق ابلاغ ذريعو ترمخه د عراقي چارواكو د اړخه جاري بيان كښې وئېلي شوي دي امريكائي الوتكو د فلوجه په خوا او شا بريدونه كړي چې پكښې 250 ترهه ګر وژلې شوي دغسې په دې بريدونو كښې 40 ګاډي او پھ لويه پېمانه وسله هم تباه كړې شوې۔څرګنده دې وي كه دا شمېرې تصديق شي نو دا كاروائي د داعش په ضد تر ټولو لويه او زيانمنده ګرځېدې شي