عراق، بغداد كښې د امريكې په سفارت خانه يو بل راكټي بريد

بغداد 23 فروري (اے پي پي) د عراق پايه تخت بغداد كښې زيات امنيت لرونكې سيمه ګرين زون كښې د امريكې په سفارت خانه يو بل راكټي بريد شوے۔ د عراق امنيتي ذريعو له مخې تيره ورځ د امريكې په سفارت خانه درې راكټونه توغولې شوي وؤ۔ په دې كښې يو د سفارت خانې په خوا كښې پريوتې او دوه نزدې پع عامه آبادۍ پريوتي دي۔ په سمدستي توګه په دې بريد كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې