صوابۍ كښې د كورونا وېكسين لګول پېل شول

صوابۍ۔22فروری(اے پی پی) صوابۍ ضلع كښې د كورونا وېكسين لګولې پېل شوي ۔ په دې موقع د صوابۍ ډپټی کمشنر شاهد محمود، ایډیشنل ډپټی کمشنر ګوهر علی او د ډی ایچ او ایم ایس باچا خان میډیکل کمپلیکس په شمول د روغتيا څانګې اعلی چارواكي موجود وو۔ د كورونا وېكسين تر ټولو اول د باچا خان ميډيكل كمپلېكش ډاكټر امجد خان ته ولګولے شول۔ د صوبائي حكومت لخوا صوابۍ ضلعې ته په ابتدائي توګه 160 وېکسین وركړې شوي كومو كښې چې 100 باچا خان ميډيكل کمپلېکس او 60 ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال له بېل كړې شوي۔ په اولني پړاؤ كښې به هېلت وركرز ته دا وېکسین لګولې شي