صدر ډاكټر عارف علوي سره مېكسيكو لپاره د پاكستان نومولي سفير ډاكټر امان رشيد ملاقات

APP01-150121 ISLAMABAD: January 15 - Ambassador-designate of Pakistan to Mexico, Dr. Aman Rashid called on President Dr. Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد۔15جنوری (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مېكسيكو سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ حكومت ټولو هېوادونو سره تجارت او سرمايه كاري زياتولو ته پام لرنه كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ مېكسيكو لپاره د پاكستان نومولې شوي سفير ډاكټر امان رشيد سره ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړه۔