صدر ډاكټر عارف علوي سره د كيوبا سفير ګېبريل ټېل د مخه ښې ملاقات

APP21-080121 ISLAMABAD: January 08 – The outgoing Cuban Ambassador, Mr. Gabriel Tiel Capote, calls on President Dr. Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي سره پاكستان كښې د كيوبا سفير ګېبريل ټېل كېپوټے د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات كړے۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر عارف علوي په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان کیوبا سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي او شريكې ګټې لپاره تجارت ٬ معيشت ٬ صحت او د كلتور څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتول غواړي۔ صدر ووئيل پاكستان د كال 2005ء زلزلې نه وروستو د طبي ډلو او د پاكستان د طب څانګې زده كوؤنكو ته د سكالرشپس وركولو په لړ كښې د كيوبا د مرستې ستائنه كوي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له څانګو په ګوته كولو ته اړتيا ده۔ صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتوري او پارليماني تبادلو په حاجت هم زور راوړو۔ هغه هيله څرګنده كړه چې موده ترسره كونكے سفير به د پاكستان او كيوبا ترمينځه اړيكو ته وده وركولو له دغسې خپل كار روان ساتي