صدر جوبائيډن به د كورونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره په غيرملكيانو د مزل بنديز بيا لګوي، وائټ هائوس

واشنګټن 25 جنوري (اے پي پي) وائټ هائوس وئيلي دي د امريكې صدر جوبائيډن به د كورونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره په برتانيه، برازيل، جنوبي افريقه او د اروپا په زيارتره هېوادونو د مزل بنديز بيا لګوي كوم به چې د 26 جنوري څخه نافذالعمل وي ۔ د فرانس ميډيا له مې د وائټ هائوس عهديدارو تيره ورځ ووئيل صدر جوبائيډن هېواد كښې د كورونا وائرس په بدترين بحران قابو موندلو له د برتانيې، برازيل او د اروپا په زياتره هېوادونو د مزل بنديز لګولے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو كيسونو شميره 25 مليونه څخه زياته شوې دغسې 4 لكهه كسان مړه شوي دي