شهزاده فهد بن محمد بن عبدالعزيز په حق ورسيد

رياض 27 فروري (اے پي پي) د سعودي د شاهي ايوان څخه جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې شهزاده فهد بن محمد بن عبدالعزيز بن سعود بن فيصل په حق رسيدلے دې۔ د سعودي خبر رسني اداري له مخې د شاهي ايوان په بيان كښې وئيلي شوي چې د ارواښاد د جنازې لمونځ به په رياض كښې ادا كولې شي۔ شهزاده فهد بن محمد په 1941 كښې په رياض كښې زيږدلې ؤ۔ پرائمري، مډل، ثانوي او د پوهنتون تعليم ئې سعودي عرب كښې ترلاسه كړې ؤ۔