سوډان كښې د سېلاب له امله 10 تنه مړه

خرطوم 06 اګست (اے پی پی) سوډان په ګڼو سيمو كښې د روانې اوونۍ په مهال د زياتو بارانونو نه پس د سېلاب په نتيجه كښې 10 تنه مړه او 84 زره څخه زيات ځپلې شوې دي۔د سوډان ميډيا له مخې د سوډان دفاعي تنظيم لخوا جاري شوي راپور كښې وئېلي شوي چې د روانې اوونۍ په مهال زيات باران نه پس د راغلې سېلاب له امله د هېواد د 18 رياستونو څخه په 14 رياستونو كښې د سېلاب او خاورو كمر راپريوتو له امله 1800 كورونه په مكمل توګه تباه او 1500 څخه زياتو ته پھ جزوي توګه زيان رسېدلې۔د سېلاب له امله 21 سكولونه او 8 جوماتونو ته زيان رسېدلې۔د شهري دفاع له مخې تر ټولو زيات زيان نيلي نيل رياست كښې شوې چرته چې د ډيم بند ماتېدو له امله 800 كورونو ته زيان رسېدلې د سېلاب په نتيجه كښې 10 تنه مړه او 84 زره څخه زيات كسان بې كوره شوي