سوريه ٬ د واده په دستوره ځانمرګي بريد ٬ 22 كسان مړه٬ يو شمېر ژوبل

دمشق 04 اکتوبر (اے پي پي) د سورېي په قطبي ختيز ښار كښې د واده په دستوره كښې د ځانمرګي بريد په نتيحه كښې لږ نه لږ 22 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔ د سېریئن آبزروېټري فار هیومن رائټس له مخې پېښه په حسكه ښار كښې د واده په دستوره كښې رامخې ته شوې ۔ د روغتون ذريعو د زياتره ژوبل شويو حالت اندېښمن ښودلې۔د يادونې وړ ده په دې سيمه د كرد ځواكونو قبضه ده۔ تر اوسه كمې ډلې د بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې