سوئېلي افريقه به د اپرېل په مياشت كښې د پاكستان ډلې په ضد د درېو ون ډے او د 4 ټي – 20 ميچونو سيريز كوربتوب كوي

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي)د سوئېلي افريقا(سي اېس اے) كركټ اعلاميې له مخې د پاكستان كركټ ډله به سږ كال د اپرېل په مياشت كښې د سوئېلي افريقې دوره كوي۔سوئېلي افريقه به د پاكستان كركټ ډلې په ضد د درېو يو ورځنو او 4 ټي – 20 ميچونو سيريز كوربتوب كوي۔د سوئېلي افريقې كركټ د اپرېل په مياشت كښې د درېو ون ډے او د 4 ټي 20 ميچونو كوربتوب تصديق كړے۔د سوئېلي افريقې او پاكستان كركټ ډلو ترمينځه ټول ميچونه به په وارنډرز او سپر سپورټ پارك كښې كېږي۔د سوئېلي افريقې او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د دريو ميچونو ون ډے سيريز وړومبنے مېچ به د اپرېل په 2مه نېټه سپر سپورټس پارك سنچورين او دوهم به د اپرېل په 4مه نېټه جوهانسبرګ او درېم او ورستې مېچ به د اپرېل په 7مه نېټه سپر سپورټس پارك سنچورين كښې كېږي