سعودی عربستان، د وړوكي اختر لمونځ له د جوماتونو شمېره زياته كړې شوه

جدہ۔5مئی(اے پی پی) د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د وړوكي اختر لمونځ له د وړو لويو جوماتونو شمېرې زياتولو اعلان كړے دے۔ د سعودي عربستان د ابلاغ ذريعو له مخې د اسلامي چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د وړوكي اختر لمونځ وخت به د لمر راختلو نه 15 دقيقې وروسته پېل كېږي۔ په دې موقعه په وړو لويو ټولو جوماتونو كښې د كورونا وائرس وبا نه بچ كېدو له د انتظاماتو باوري كولو امر هم شوے دے۔ د اسلامي چارو وزارت لمونځ ادا كولو له راتلونكو ته د حفاظتي ماسك اچولو ٬ د سماجي فاصلې اهتمام كولو او خپل جانماز ځان سره د راوړلو هم وئيلي دي۔