سعودي عرب كښې د كورونا وائرس كيسونو په رامخې ته كيدو 10 جوماتونه په عارضي توګه بند كړے شول

رياض 25 فروري (اے پي پي) سعودي عرب كښې د كورونا وائرس كيسونو په رامخې ته كيدو 10 جوماتونه په عارضي توګه بند كړے شوي۔ د سعودي ميډيا له مخې د سعودي عرب د مذهبي چارو وزارت دا پريكړه مونځ كوونكو كښې د كورونا كيسونو رامخې ته كيدو نه پس كړې ٬ دې نه پس رياض، مكه او د مدينې پشمول 5 ښارونو كښې 10 جوماتونه په عارضي توګه بند كړې شوي۔په 10 جوماتونو كښې 3 په بشپړه ډول سينيټائز كولو سره بيا پرانستلې شوي۔ سعودي عرب 135 جوماتونه د كورونا كيسونو په رامخې ته كيدو بند كړے شوي وؤ چې پكښې 108 په بشپړ ډول سينيټائز كولو نه پس پرانستلې شوې وؤ۔ د سعودي د مذهبي چارو وزارت د جوماتونو ملازمانو ته په كورونا وائرس اېس او پيز د بشپړ عمل كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د مونځ كوونكو د صحت او تحفظ ترمخه ځاے پھ ځاے د حوماتونو د انسپكشن سلسله روانه اوساتې