سعودي عربستان ٬ 24 ساعته كښې څلورنيم لكه حج درخواستونه ترلاسه شول

ریاض۔ 17جون (اے پی پی) د سعودي عربستان حكومت د روان كال حج ادا كوؤنكو زائرينو لپاره آن لائن لنك جاري كړے و په كوم چې د تېرو 24 ساعتو په مهال څلور نيم لكه حج درخواستونه ترلاسه شول۔ د سعودي ابلاغ ذريعو لمخې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ميډيا ته وئيلي چې په سعودي عربستان كښې د مېشته ملكي او غېر ملكي وګړو لخوا حج ادا كولو له تر دې دمه 4 نيم لكه درخواستونه ترلاسه شوي دي كومو كښې چې 60 فيصده د سړو او 40 فيصده د مېرمنو لخوا جمع كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د درخواستونو د حتمي منظورۍ پړاؤ به د ذي القعدې مياشتې تر 13 مې نېټې دوام لري۔ دې نه وروسته به 60 زره وګړي وړاندې پړاؤ لپاره ټاكلې شي۔