سعودي به ډېر زر د كم لګښت د برېښنا پېدا كولو پروژه پېل كړي

جده 27 جون (اے پي پي) د سعودي د توان وزير شاهزاده عبدالعزيز بن سلمان وئيلي دي چې د شمسي توان د يوې پروژې اعلان به ډېر زر وكړے شي كومه به چې تر ټولو د كم لګښت برېښنا پېدا كوي. يو كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې سعودي تر كال 2030 د قابل تجديد توان د لارې د 50 فيصده برېښنا پېدا كولو پروژه پېل كوي. ده ووئيل چې سعودي په داسې ډېرو پروژو غور كوي خو د شمسي توان پروژه پكښې د عمل وړ ده