اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) سرباز خان او محمد عبد الجوشی انا پورنا سوكه سر كوؤنكي اولني پاكستاني وګړي جوړ شوي دي۔ د الپائن کلب آف پاکستان له مخې سرباز خان او محمد عبدالجوشی نیپال كښې 8091 میټره دنګه اناپورنا سوكه سر كوؤنكي اولني پاكستاني وګړي ګرځېدلې دي۔ د سرباز خان په مشرۍ كښې څلور كسيزه ډله كښې جوشی، منېجر سعد منور فوټو ګرافر او سائیکلسټ کامران علی شامل وو۔ سرباز او جوشی په انا پورنا سوكې د پاكستاني الپائن كلب بېرغ ورپولو۔ الپائن كلب د دوئي د مننه كولو سره ووئېل سرباز او جوشی اولني پاكستاني وګړي دي كومو چې په دغه ځائې پاكستانې بېرغ ورپولو۔