ملتان ۔17 جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي وسیب ته به د هغه شناخت ضرور ترلاسه شي۔ اوس به د وسېب غږ څوك غلے كولے نه شي۔ تحریک انصاف د وفاق په ملاتړ كوؤنكي او مضبوط فېډرېشن باور لري۔ د مضبوطې انتظامي ډھانچې او د اختياراتو په ټيټه كچه وېش له د سوئيلي صوبې جوړول ډېر زيات ضروري دي۔ مونږ سېكرېټرېټ جوړولو سره د سوئيلي پنجاب صوبې بنياد اېښودلې۔ وزیراعظم عمران خان مو د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو له قائل كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ ملتان كښې د نجي ميډيا ګروپ تر سېوري لاندې سرائيكي مشاعرې ته خطاب ٬ د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلو دورې په مهال پلاويو سره ملاقات او د بېلو پرمختيائي منصوبو پرانستې دستورو ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل زمونږ د حكومت د اقداماتو له امله د مقبوضه كشمير په اړه د نړيوالې ټولنې چلند بدل شوے دے۔ كومې خبرې چې مونږ د دوه كالو نه كوؤ نن نړۍ د هغې تائيد كوي۔ برطانوی پارلیماني غړو دا په ډاګه كړې ده چې دا د نړيوالې كچې مسئله ده۔ دا بېشكه زمونږ د سفارتي نقطه نظر لويه كاميابي ده۔ دې سره د كشميري اولس ډاډګيرنه او د هند ناوړه څېره څرګنده شوې۔ هغه ووئيل افغانستان كښې امن له مو د مصلحت كردار ترسره كړے۔ هند افغانستان كښې د امن په ځائې كولو هڅو كښې د يو سپائيلر كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل افغان خاوره د پاكستان په ضد د كارولو ناوړه هڅه كوي۔ مونږ افغان چارواكي دې نه خبر كړي دي او نړۍ ته مو شواهد هم وړاندې اېښودلې دي۔ هغه ووئيل پي ډي اېم د اولنۍ ورځې نه داخلي انتشار سره مخ دے۔ د لانګ مارچ او استعفی وركولو په شمول په ډېرو چارو كښې د دوئي خپل منځه اختلافات اولس ته رامخې ته شوي دي۔ وزیر اعظم عمران خان ښكاره وئيلي چې لوټ كوؤنكو ته به اېن آر او وركولې نه شي۔ هغه ووئيل د تحريك انصاف حكومت د اولس په خذمت باور لري او د اولس مسئلې حل كول د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل ملتان كښې به د دوه اربه روپو په لګښت سېورېج سسټم غزولے شي۔ په هر يو نونين كونسل كښې به د څښلو پاكو اوبو كم از كم يو واټر فلټرېشن پلانټ لګولے شي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی د پي اېچ اے چيئرمېن سره ملاقات كښې د ملتان د پاركونو په ناوړه حالت او د دې په په ښه كولو خبرې وكړې۔ هغه ووئيل د ملتان 6 پاركونه به اپ ګرېډ كولے او يو بل نوے پارك به جوړولے شي۔ په دې به نزدې 4 كروړه روپۍ مصرف كولے شي۔ وفاقي وزير دربار حضرت شاہ شمس تبریز ته هم لاړو چرته چې هغه د سجاده نشين مخدوم طارق شمسي په مړينه فاتحه خواني وكړه او د ارواښاد لوړو درجو له ئې دعا وكړه۔ هغه د ارواښاد د مشر زوئي سید عباس شمسی دستار بندی وكړه۔