رشكئي سپيشل اكنامك زون به د خېبر پښتونخوا سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي، حسن داؤد

اسلام آباد 16فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا بورډ آف انويسټمنټ اينډ ټريډ سي اي او حسن داؤد وئيلي دي د سي پيك ترمخه رشكئي سپيشل اكنامك زون (ايس اي زيډ) پرمختګ سره به د خېبر پښتونخوا سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې كردار ترسره كولو له ځائې خلقو له د روزګار موقعې راپيدا شي۔دا وړومبې اېس اي زيډ دے كوم چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ تر مخه جوړولې شي۔ حسن داؤد ووئيل د پاك افغان طورخم پولې سره د نزدې والې په وجه دې سپيشل اكنامك زون كښې پيدا كيدونكې څيزونه به په آسانۍ سره افغانستان ته برآمد كېدې شي