د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي خالد خورشيد د شهيد لالك جان نشان حېدر په مزار حاضري وكړه

ننكانه صاحب 30 جنوري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰي خالد خورشيد د شهيد لالك جان نشان حېدر په مزار حاضري وكړه. ده د شهيد په مزار فاتحه خواني وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر وغوړولو. په دې موقع د وزيراعلٰي خالد خورشيد ووئيل چې لالك جان د قوم سرمايه او د شهيدانو او غازيانو سردار دے. ده ووئيل چې لالك جان شهيد قرباني وركولو سره د پاكستان نوم روښانه كړے. ده ووئيل چې د لالك جان په نوم په غذر كښې كېډېټ كالج جوړوو. ده ووئيل چې د ګلګت غذر سړك نه علاوه په نورو مهمو پروژو به هم زر كار پېل كړے شي