د ګردې نړۍ د كروړونو مسلمانانو نظر د سلامتي كونسل په غونډه دې۔ د سلامتي كونسل غړي دې د غېر معمولي حالاتو نزاكت څخه ځان خبر وساتي۔ هند وادي په زندان كښې بدله كړې ده او د كشمير مسلمانانو نسل ختمولې شي۔ نړۍ دې خاموشۍ سره تماشا كوؤنكې نه جوړېږي۔ پاكستان به په هر يو محاذ د كشميري اولس ملګرتيا كوي۔ نرېندر مودی د ګجرات قصاب دې څوك چې اوس د ټوپك او ګولۍ د لارې د كشميري اولس قتل عام كوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ اعلی وزير سردار عثمان بزدار ٬ ډاكټر ياسمين راشد ٬ اعجاز چوهدري ٬ خرم نواز او مشال ملك لاهور كښې كشميرې ريلي ته خطاب

لاهور۔15 اګست(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي د ګردې نړۍ د كروړونو مسلمانانو نظر د سلامتي كونسل په غونډه دې۔ د سلامتي كونسل غړي دې د غېر معمولي حالاتو نزاكت څخه ځان خبر وساتي۔ هند وادي په زندان كښې بدله كړې ده او د كشمير مسلمانانو نسل ختمولې شي۔ نړۍ دې خاموشۍ سره تماشا كوؤنكې نه جوړېږي۔ پاكستان به په هر يو محاذ د كشميري اولس ملګرتيا كوي۔ نرېندر مودی د ګجرات قصاب دې څوك چې اوس د ټوپك او ګولۍ د لارې د كشميري اولس قتل عام كوي۔ د کشمیر مقدمه په غوره ډول كولو وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوو۔ د ملګرو ملتونو په شمول دې ټولې ادارې ودرېږي دغسې كشميريانو ته هندي ظلمونو څخه خلاصې وركړې شي۔ نن 71 كاله پس دوه قومي نظريې ريښتنې ثابت شوې چې هند كښې كوم هم اقليت محفوظ نه دې۔ ده تېره ورځ لاهور كښې په چيرنګ كراس كشميري رېلي ته خطاب كولو۔ رېلي ته د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ اعلی وزير سردار عثمان بزدار ٬ ډاكټر ياسمين راشد ٬ اعجاز چوهدري ٬ خرم نواز او مشال ملك هم خطاب وكړو۔ دې څخه وړاندې د پنجاب ګورنر محمد سرور او اعلی وزير سردار عثمان بزدار په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس څخه تر پنجاب اسمبلۍ د يو والي څرګندونې لاريون وويستلې شو په كوم كښې چې عام وګړو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ رېلي كښې ګډون كوؤنكو د ”کشمیر بنے ګا پاکستان ” نعرې لګولې او په مټو ئې تورې پټۍ تړلې وې