د کووېډ ۔ 19 صورتحال له امله په پيښو ستونزو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د مالدیپ صدر ابراهیم محمد صالح سره تیلی فوني تماس نيولے دے ۔د ګل په ورځ دواړه لارښودو د کووېډ ۔ 19 صورتحال له امله په پيښو ستونزو د خيالاتو څركندونه كړې ده۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم عمران خان د مالدیپ د اړخه د کورونا وائرس وبا خپريدو مخنيوي او د معیشت پشمول د سيلګرۍ څانګې بحالۍ لپاره شوي هڅې ستائلې دي۔ وزیراعظم عمران خان د مالدیپ صدر پاکستان كښې د تازہ صورتحال په اړه بریف کړو او د کووېډ ۔ 19 قابو موندلو له ئې د پاكستان حكومت د اړخه د كړو هڅو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل پاکستان كښې حکومت د انسانانو تحفظ، کاروبار او آمدن ذريعو محفوظولو او د معیشت بحالۍ ته خاص پام لرنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره کامیابه وه او د معیشت لوئې څانګې پرله پسې پرانيزو۔ وزیراعظم عمران خان د ګلوبل انیشیټیو آن ډيټ ریلیف په اړه هم د مالدیپ صدر خبر كړو۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پرمختګ كوونكو هيوادونو مالیاتی وسائلو او د صحت څانګو كښې د آسانيو د كمي په وجه دغه هېوادونه زيات ځپلے شوي او دې ته بايد پرمختللي هيوادونه خاص پام لرنه وكړي۔ وزیراعظم عمران خان سوئيلي اسياﺀ كښې د امن او سلامتیا صورتحال په تناظر كښې ووئيل د سوئيلي اسياﺀ هيوادونه بايد د حقیقی معاشی استعداد احساس ولري۔ وزیراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به مالدیپ سره په ګډه پرمختګ اله كار كوي۔ وزیراعظم عمران خان د مالدیپ صدر ابراهیم صالح له د پاکستان دورې بلنه وركولو سره ووئيل زر تر زره او په مناسب وخت د هغه د هركلې خواهش لرو