د چین سفارتخانې اقتصادی او تجارتی منسټر كونسلر وانګ ژیهوا د دیامر بھاشا بند په جوړولو كښې د مرستې باور وكړو

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) د پاكستان او چين ستراتېژيكي مرسته په هر سخت وخت كښې لا قوي شوې ده۔ د دواړو هيوادونو ترمېنځه د دیامر بھاشا بند او تھری ګورجیز پاو پراجیكټ جوړولو سره مرسته لا زياته شوې۔ د چین سفارتخانې اقتصادی او تجارتی منسټر كونسلر وانګ ژیهوا د دیامر بھاشا بند په جوړولو كښې د چین د بشپړه مرستې باور وركړے او دې سره به د پاكستان كوټلې پرمختګ ته لا وده ترلاسه شي۔ دیامر بھاشا بند منصوبه 2029ء كښې بشپړيدونكې ده او دې سره به ځائي خلقو لپاره 16,500 بالواسطه نوكرۍ پيدا شي