د پي سي بي انډر 16 نېشنل ون ډے ټورنامنټ فائنل نن د ناردرن او سنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه كېږي

پېنډۍ ۔22 فروری(اے پی پی) د پي سي بي انډر 16 نېشنل ون ډے ټورنامنټ فائنل نن د نهې په ورځ د ناردرن او سنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه پېنډي كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ په 5 راؤنډز مشتمل ايونټ كښې ناردرن او سنټرل پنجاب لوبډلو تر ټولو زيات 4 ٬ 4 مېچونه ګټلو سره فائنل ته رسېدلي ۔ د خېبر پختونخوا لوبډلې د درېو مېچونو په ګټلو 6 پوائنټس سره درېم ٬ سدرن پنجاب 4 پوائنټس سره څلورم او بلوچستان او سندھ لوبډلو 2 ٬ 2 پوائنټس سره په ترتيب سره پنځم او شپږم پوزيشن ترلاسه كړے۔ د پي سي بي له مخې د ټورنامنټ فائنل مېچ كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكې لوبډلې له به 3 لكه روپۍ او رنر اپ لوبډلې له به 2 نيم لكه روپۍ د انعام په توګه وركولې شي