د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره د افغانستان د قامي سلامتيا سلاحكار حمداللہ مجیب وليدل

پېنډۍ 29 مئي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره د افغانستان د قامي سلامتيا سلاحكار حمداللہ مجیب ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې٬ منطقه كښې د امن او سلامتيا او د پاك افغان سرحدي انتظاماتو په چارو غور شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې قامي سلامتيا لپاره د افغانستان سلاحكار حمداللہ مجیب د پوځ په مركزي دفتر پېنډۍ كښې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال افغانستان كښې د روغې جوړې عمل د لارې د امن په امكاناتو هم خبرې اترې شوې