د پنجاب وزيراعلی سره د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد او پير نور الحق قادري ملاقات ٬ په سياسي چارو او امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه

APP35-230121 LAHORE: January 23 – Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed and Federal Minister for Religious Affairs and Inter-faith Harmony, Noor-ul-Haq Qadri call on Punjab Chief Minister Sardar Usman Buzdar. APP

لاهور ۔23 جنوری(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار سره د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد او د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري ملاقات وكړو كوم كښې چې د شريكې خوښې چارو سره سره هېواد كښې په روانه سياسي او امنيتي وضعه او د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ ته وده وركولو له په پورته كړې شويو ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د امنيتي وضعې لا بهترۍ له د هر ممكن ګام په پورته كولو سلا راغله او په مذهبي كركه د اډانه لټرېچر خپرونكو او وېشونكو په ضد د كرېك ډاؤن پرېكړه وكړې شوه۔ د راپارونكو تقريرونو كوؤنكو په ضد به بې پرې كارروائي كولې شي۔ وزیراعلیٰ عثمان بزدار په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس د ځان او مال ساتنې له به ټول ګامونه پورته كولې شي۔ د قانون عملداري باوري كولو له به تر هر يو حد ځو۔ صوبه كښې به چا ته د قانون لاس كښې اخستو اجازه وركولې نه شي۔ د قانون لاس كښې اخستونكو عناصرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ داخله وزير ووئيل د امن وضعې ښه كولو كښې به وفاقي وزارت د پنجاب حكومت مرسته كوي۔ هغه ووئيل د قومي ګټو په ځائې ذاتي ګټو ته ترجيح وركوؤنكي اولس رد كړي دي۔ وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری ووئيل په ټولنه كښې د زغم او ميانه روۍ جذباتو ته به وده وركول وي۔ هغه زياته كړه چې پاكستان نن اتحاد ته څومره اړتيا لري دومره ئې وړاندې نه لرله