د پخواني هندي وزيراعظم ډاكټر منموهن سنګ كورونا تېسټ مثبت راغلو

نوے ډيلے ۔20 اپرېل(اے پی پی) د پخواني هندي وزيراعظم ډاكټر منموهن سنګ كورونا تېسټ مثبت راغلے دے۔ د ټېسټ مثبت راتلو نه وروسته هغه آل انډیا انسټیټوټ آف میډیکل سائنسز دهلی كښې داخل كړے شوے دے۔ د كانګريس ګوند د 88 كلنه لارښود درملنې دا مهال د سپېشلسټ ډاكټرانو يوه ډله كوي۔ د هغوي وېنا ده چې د منموهن سنګ طبيت ښه دے۔ منموهن سنګ د نرۍ تبې محسوسولو نه وروستو د كورونا خپل ټېسټ وكړو كوم چې مثبت راغلو او دغې نه ورستو هغه يا د كړې شوي روغتون كښې درملنو له داخل كړے شو