د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ د کامسېټس او لنکاسټر پوهنتونونو څخه د دوه ځايز سند جارې كولو پريكړه رد كولو سپارښتنه

اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ د کامسېټس انسټېټیوټ آف انفارمېشن ټیکنالوجی او لنکاسټر پوهنتون لندن پههمكارۍ دوه ځايز سند جارې كول رد کولو سره په دې معامله درې كسيزه ذیلی کمېټی جوړه كړه كومه به چې تر زيارت ورځې د لوړو زدكړو كمېسون چیئرمېن ، د سائنس اینډ ټیکنالوجی سيكتر او د کامسېټس پوهنتون ریکټر سره په ګډه د پی اے سی په پريكړه عمل باورې كوي دغسې د سول ایوی اېشن اتھارټی لخوا پی اے سی ته ووئيلي شول د اسلام آباد نوې هوائي ميدان لګښت د نظرثانی شوې تخمینه به د 81 اربه روپو څخه نه زياتېږي، تعمیری کار به تر 25 دسمبر 2016ء بشپړ كړې شي ، پروازونه به په 30 جولائی2017ء پيل كړې شي ۔ غونډه د زيارت پھ ورځ په پارلیمنټ هاؤس كښې د پی اے سی چیئرمېن سید خورشید احمد شاہ پھ مشرۍ كښې وشوه په غونډه كښې د کمېټۍ غړو شیخ روحیل اصغر، راجه جاوید اخلاص، شاهدہ اختر علی، سید نوید قمر، شفقت محمود، جنید انور چوهدری، شیخ رشید احمد، میا عبدالمنان، رانا افضال حسېن او اړوند سرکاری افسرانو ګډون وكړو