د پاکستان کپ ون ډے ټورنامنټ نور درې مېچونه نن كېږي

اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې روان پاكستان کپ ون ډے ټورنامنټ كښې نن د اتوار په ورځ نور 3 مېچونه كولې شي۔ د بلوچستان مقابله به نادرن سره اېن بي پي ګراؤنډ كراچۍ ٬ د سنټرل پنجاب او خېبر پختونخوا لوبډلو ترمينځھ مقابله به اسټېټ بېنک ګراؤنډ کراچۍ او د سندھ او سدرن پنجاب لوبډلو ترمينځھ مقابله به يو بي اېل ګراؤنډ كراچۍ كښې كولې شي۔ په دې ټورنامنټ كښې ټولې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې د بلوچستان، سدرن پنجاب، خیبر پختونخوا، سندھ، نادرن او د سنټرل پنجاب لوبډله شامل ده۔ د ټورنامنټ سيمي فائنل مقابلې به د روانې مياشتې په 29 مه او 30 او فائنل به د راروانې فرورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه كېږي۔