د پاکستان په 70 كاله تاريخ كښې په وړومبي ځل ټول هېواد كښې د تعليم يو نصاب رائج كيږي، د ګلګت بلتستان د تعليم وزير راجه محمد اعظم خان

ګلګت 22 فروري (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د تعليم وزير راجه محمد اعظم خان وئيلي دي د پاکستان په 70 كاله تاريخ كښې په وړومبي ځل په ټول هېواد كښې د تعليم يو نصاب رائج كيږي ٬ دې سره به هېواد كښې تعليمي انقلاب راشي او زمونږ د نوي نسل سباؤن به روښانه شي۔ګلګت كښې د قامي تعليمي نصاب جوړولو په اړه د څلور ورځني ورکشاپ افتتاحي پرانستې دستورې ته وينا كښې د تعليم وزير ووئيل د ګلګت پشمول ټول هېواد كښې د تعليم پوهانو هلو ځلو سره د پرائمري نصاب بشپړيدو نه پس به روانه مياشت سكولونو كښې رائج كړے شي ۔ده ووئيل هيله لرو چې دې تسلسل سره به ډير زر مډل او ميټرك نصاب هم جوړ شي او په سكولونو كښې به رائج شي او دې سره به هېواد كښې طبقاتي نظام ختم شي او د مالداره او غريب بچي به يو نصاب ولولي۔ د تعليم وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان جديد وژن او د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود او د هغه د ډلې په هڅو هېواد كښې د تعليم سباؤن روښانه كيږي