د پاکستان پرمختګ د بلوچستان پرمختګ سره تړلې دې٬

کوئټه 25 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې د پاکستان پرمختګ د بلوچستان پرمختګ سره تړلې دې٬ په تېرو پنځو كالو كښې پاكستان كښې د سي پېك منصوبې له مخې په لويديز روټ يو مېګا پروجېكټ نه دې پېل شوې٬ وزیراعظم عمران خان به ډېر زر د كوئټې دورې په مهال د لويديز كوريډور د يو منصوبې كوئټه كچلاك ژوب سترې لارې پرانسته كوي او په دې منصوبه به سږ كال كار پېل كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په وزيراعلٰې سېكټرېټ كښې د بلوچستان وزيراعلٰې جام کمال خان ، صوبائي وزيرانو ظهور احمد بلیدی، حاجی نور محمد دمړ، زمرك خان اچکزئی ، چیف سېکتر ډاکټر اخترنذیر او د صوبائي اسمبلۍ غړو دنیشن کمار، لاله رشید بلوچ سره خبريالانو سره خبرو كښې وكړې۔ د مخدوم خسروبختیار ووئيل جام کمال خان سره ډېر ګټور د ډاډ وړ ملاقات شوې ھغه د مثبت سوچ او وژن څښتن دے۔ په د دې موقع د وفاقي حكومت لخوا د كوئټه ګلېډيټر په كاميابۍ مباركي هم وړاندې كړې شوه۔ ده ووئيل په مالي كال 20-2019 كښې به په بلوچستان كښې وفاقي حكومت لوے منصوبې پېل كوي چې پكښې به ګوادر نېشنل ګرډ سره پېوست كولې شي او د انفراسټركچر لويه منصوبه په ډويلپمنټ كښې شامل ده او د سي پېك له مخئ په سوشل اكنامك ډوېلپمنټ كښې به د توان ٬ كركيلې ٬ اوبو او د ځوانانو سكل ډوېلپمنټ منصوبې به د بلوچستان برخه زياته وي۔ مخدوم خسروبختیار جام كمال ته ووئيل دلته لس ضلعې داسې دي چې په كښې يوه پرمختيائي منصوبه نه ده پېل شوې ځكه چې تېرو حكومتونو په سياسي بنيادونو پرمختييائي منصوبې جوړې كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل تېر وخت كښې د بلوچستان سكيمونو سره ټوقې شوې او زياتره منصوبې په سياسي بنيادونو شوې خو د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي حكومت به بلوچستان كښې په حقيقي معنو كښې يو شمېر مېګا پروژې پېل كوي۔ په دې موقع د بلوچستان اعلٰې وزير جام كمال ووئيل تېر وخت كښې پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره يوازې اعلانونه شوې او د سي پېك له مخې په لويديز روټ يوازې تختۍ لګولې شوې خو حقيقت د دې برعكس دے او د تېر پي اېس ډي پي كښې د سي پېك كښې لويديز روټ د سره شامل هم نه ٶ۔ ده ووئيل مونږ وفاقي حكومت سره په ګډه د سپيځلي ډول له مخې نوې منصوبې پېل كوٶنكې يو او په دې لړ كښې به وزيراعظم عمران خان ډېر زر د كوئټې او ګوادار دوره كوي چې پكښې به د سي پېك لويديز روټ او