د پاکستان او چین ګڼ اړخيزه اړيكې نړۍ لپاره د يو اعلٰې مثال حېثيت لري

اسلام آباد 22 مئي(اے پي پي) د چين پاكستان اقتصادي لارې پراجېكټ ډائرېكټر او کوآرډینټر مېجر جنرال (ر) ډاکټر ظاهر شاہ وئيلي دي چې د پاکستان او چین ګڼ اړخيزه اړيكې نړۍ لپاره د يو اعلٰې مثال حېثيت لري٬ د سفارتي اړيكو په 65 كلونو كښې چين پاكستان كښې څو ځله په يو شمېر مېګا پراجېكټس كار كرې٬ دفاعي څانګو كښې جے اېف 17 ټهنډر الوتكې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې ځانګړې مثال دے٬ چين په پاكستان كښې د سي پېك له مخې ګڼ مېګا پراجېكټ پېل كولو لپاره لوظنامه كړې٬ پاك چين اقتصادي لاره د وزیراعظم نواز شریف او د چين د اعلٰې قيادت وژن دے٬ اقتصادي لار بشپړېدو سره به د پاكستان د معيشت تقدير بدل شي۔ د اتوار په ورځ ” اے پي پي” سره په خاص مركه كښې ده ووئيل