د پاکستان او زمبابوے ترمينځه دويم ټېسټ مېچ 7 مئي څخه پېل كېږي

هرارے۔2مئی(اے پی پی) د پاكستان او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه د سريز دويم او وروستې ټېسټ مېچ د روانې مياشتې 7 مې نېټې نه تر 11 مې نېټې هرارے سپورټس كلب كښې كولے شي۔ پاكستان ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ د سيريز په اولني مېچ كښې پاكستان زمبابوے ته آسانۍ سره په 116 رنزونو ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ياده وي چې قامي كركټ لوبډلې دې نه وړاندې كوربه لوبډلې ته د 3 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔