د پاکستان او زمبابوے ترمينځه دويم ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

هرارے۔6مئی(اے پی پی) د پاكستان او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه د سريز دويم او وروستې ټېسټ مېچ سبا د جمعې په ورځ د روانې مياشتې 7 مې نېټې نه تر 11 مې نېټې هرارے سپورټس كلب كښې كولے شي۔ پاكستان ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ د سيريز په اولني مېچ كښې پاكستان زمبابوے ته آسانۍ سره په 116 رنزونو ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ لوبډله به د بابر اعظم په مشرۍ كښې او د زمبابوے لوبډله به د برېنډن ټېلر په مشرۍ كښې مېدان ته كوزېږي۔دا خبره دې ياده وي چې قامي كركټ لوبډلې دې نه وړاندې كوربه لوبډلې ته د 3 ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔