د پاکستان ، تاجکستان، افغانستان او کرغزستان لارښودو ” د کاسا 1000 برېښنا پروژه پيل كړه

دوشنبے 12 مئی (اے پی پی) د پاکستان ، تاجکستان، افغانستان او کرغزستان لارښودو د زيارت په ورځ ” مينځني اسياﺀ ٬ سوئيلي اسياﺀ ۔ کاسا 1000 برېښنا پروژه پيل كړې او دا د ټولو هيوادونو او اولس سوكالۍ لپاره يو ډول ګټه وره ګرځولې شوې۔ وزیراعظم محمد نواز شریف، د تاجکستان اولس مشر امام علی رحمانوف، د افغانستان چیف ایګزیکټو عبداللہ عبداللہ او د کرغزستان وزیراعظم جین بیکوف سورانبائی پايه تخت دوشنبے څخه نزدې ً47 کلومیټره لرې طورسنزادے ښار كښې د پروژې رسمې پرانسته وكړه۔ کاسا1000 ترمخه پاکستان له به د افغانستان د لارې تاجکستان او کرغزستان څخه 1000 ميګاواټ برېښنا وركولې شي دغسې 1300میګاواټ كښې به افغانستان له هم 300 میګاواټ برېښنا وركولې شي ۔ داتکا كښې ذیلی سټېشن سره د کرغزستان څخه پيل كيدونكې ټرانسمېشن لائن به تاجکستان كښې 4 ذیلی سټېشنې لري او دا به د افغانستان څخه تيريږي او نوښار كښې کنورټر سټېشن سره به تړلې شي۔ څلور واړه لارښود پروژې له په ترجیحی بنیاد زر تر زرخ عملی شكل وركولو ته سلا شول ۔ دوي ووئيل دا پروژه به د مينځني اسياﺀ او سوئيلي اسياے ترمينځه همغږۍ له ګټه وره وګرځي۔