د پاك افغان د پولې چارې په امن ناكه ډول د خبرو اترو د لارې حل كول دواړو هېوادونو او سيمې لپاره ضروري دي

اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) پخوانې سفير رستم شاه مومند وئېلي دي چې د پاك افغان د پولې چارې په امن ناكه ډول د خبرو اترو د لارې حل كول دواړو هېوادونو او سيمې لپاره ضروري دي۔ د راډيو پاكستان په پروګرام كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د طورخم پوله د تجارت او وګړو تګ راتګ لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه مهمه لار ده۔ د دې د بندېدو پھ وجه تجارت ته زيان رسي۔ ده ووئيل كډوال او نورو كسانو رشته دار هم په دې لار ځي راځي