د پاكستان ورځ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 توپو او څلورو واړو صوبائي سرښارونو كښې د سهار پېل 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشوه

اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) د پاكستان ورځ په موقع وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 توپو او څلورو واړو صوبائي سرښارونو كښې د سهار پېل 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشوه۔اسلام آباد سپورټس كمپلېكس كښې په دستوره كښې د سهار پېل د 31 توپو سلامۍ څخه وشو۔د لاهور محفوظ شهيد ګيرژن كښې د پاك پوځ لخوا د 21 ٬د پېښور كرنل شېر خان سټېډيم كښې د 21 ٬ په كوئټھ كښې د 21 او كراچۍ كښې هم د سهار پیل د 21 توپو سلامۍ سره وشو۔د هېواد په جوماتونو كښې د سهار لمونځ نه پس د هېواد او قام سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔د پاكستان ورځ په موقع په ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه او د موبائل سروس د ورځې تر دوه بجو بند وو