د پاكستان كپ ون ډے ټورنامنټ نور درې مېچونه ﴿نن﴾ كېږي

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې د پاكستان كپ ون ډے ټورنامنټ نور درې مېچونه به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ كېږي. د بلوچستان مقابله به سدرن پنجاب سره په اېن بي پي ګراٶنډ كراچې كښې كېږي. د خېبر پښتونخوا او د سندھ لوبډلو ترمېنځه مقابله به سټېټ بېنك ګراٶنډ او د نادرن او سنټرل پنجاب لوبډلو مقابله به د يو بي اېل په ګراٶنډ كراچې كښې كېږي. د ټورنامنټ د سېمي فائنل لوبې به د جنورې په 29مه او 30مه نېټه كېږي. فائنل به د جنورې په 31مه نېټه كولې شي