د پاكستان ايتھليټكس فيډريشن صدر ميجر (ر) محمد اكرم ساهي د سنيئر خبريال منظور حسين په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د پاكستان ايتھليټكس فيډريشن صدر ميجر (ر) محمد اكرم ساهي د سنيئر خبريال منظور حسين په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔د غمرازۍ په خپل پيغام كښې ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي