د پاكستان او هند خارجه سېكترانو ملاقات به د جنورۍ په 15مه نېټه كېږي٬د كوټليو دوه اړخيزه خبرو په تګلاره او وخت ټاكلو به خبرې كېږي۔د خارجه وزارت لخوا قامي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او هند خارجه سېكترانو ملاقات به د جنورۍ په 15مه نېټه كېږي چې پكښې به د كوټليو دوه اړخيزه خبرو په تګلاره او د وخت په ټاكلو خبرې اترې كېږي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خارجه وزارت لخوا د يو لېكلې پوښتنې په ځواب كښې وئېلي شوي د هند د خارجه چارو وزيرې د پاكستان دورې په مهال جاري شوې شريك بيان كښې وئېلې شوي پھ دوه ا ړخيزه خبرو كښې به د شخړيز كشمير مسئله يوه مهمه نكته وي۔د كوټلي دوه اړخيزه خبرو اترو تګلار او وخت ټاكلو له به د جنورۍ په 15مه نېټه د دواړو هېوادونو خارجه سېكترانو ملاقات كېږي۔خبرو اترو كښې به د شخړيز كشمير شخړی پشمول په ټولو مسئلو خبرې اترې كولې شي۔