د پاكستان او سوئيلي افريقې ترمېنځه د آئي سي سي انډر 19 نړيوال كپ دويم كوارټرفائنل مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

كرائسټ چرچ 23 جنوري (اے پي پي) د پاكستان او سوئيلي افريقې ترمېنځه د آئي سي سي انډر 19 نړيوال كپ دويم كوارټرفائنل مېچ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ كېږي۔ د خبر له مخې په نيوزي لېنډ كښې روان د كركټ دا ايونټ په وروستي پړاؤ كښې دے او اته لوبډلو پاكستان٬ سوئيلي افريقې٬ هند٬ بنګله دېش٬ افغانستان٬ آسټراليا او د انګلستان په كوارټر فائنل كښې ځائ جوړ كړے۔ د دې ټورنامنټ سيمي فائنل به د جنورې په 29 او 30مه نېټه كېږي٬ فائنل به د فرورې په 3مه نېټه وي۔