د پاكستان او زمبابوے ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ نن پېل كېږي

هرارے۔28اپرېل(اے پی پی) د پاکستان او زمبابوے کرکټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز اولنے ټېسټ مېچ نن د زيارت ورځې د روانې مياشتې 29 مې نېټې څخه هرارے سپورټس كلب كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې پاكستانۍ لوبډلې كوربه لوبډلې ته د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې 2-1 سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم او وروستې ټېسټ مېچ به د مئي 7 مې نېټې نه پېل كېږي۔ په دوره كښې شامل ټول مېچونه به هرارے سپورټس کلب كښې كولې شي۔ د پاكستانۍ كركټ لوبډلې مشري بابر اعظم كوي۔