د پاكستان او زمبابوے ترمينځه اولنے ټي 20 نړيوال مېچ سبا كېږي

هرارے۔19اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او زمبابوے ترمينځه اولنے ټي 20 نړيوال مېچ سبا د شورؤ په ورځ د اپرېل په 21 مه نېټه هراری سپورټس كلب كښې كېږي۔ قومي كركټ لوبډله د سوئيلي افريقا كاميابې دورې نه وروسته زمبابوے ته رسېدلې ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي 20 نړيوالو او دوه ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ د ټی 20 سیریز اولنے مېچ به د اپرېل په 21 مه ٬ دويم په 23 مه او درېم او ورستې مېچ په 25 مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سريز اولنے مېچ به د روانې مياشتې 29 مې نېټې نه تر د مئي 3 مې نېټې او دويم ټېسټ مېچ به د مئي 7 مې نېټې نه تر 11 مې نېټې كولې شي۔ ټول مېچونه به هراری سپورټس كلب كښې كښې كولے شي