د پاكستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر محمد اکرم ساهی د غلام فريد په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن صدر مېجرجنرل (ر) محمد اکرم ساهي او سېكټري جنرل محمد ظفر د قومي باسكټ بال لوبډلې پخواني كپتان غلام فرید په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې لوئې څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل هېواد كښې د باسكټ بال لوبې ودې له د ارواښاد خذمات به ټول عمري ياد ساتلے شي