د يوراګوئے صدر په كووډ۔ 19 ويكسين وركولو د چين مننه وكړه

مونتيبيديو 27 فروري (اے پي پي) د يوراګوئے صدر لوئس لاكلے پو يو په كووډ۔ 19 ويكسين وركولو د چين مننه كړي ده۔ د چين ميډيا له مخې ايوان صدر سيكرټري الويرو ډيلګډو له مخې يوراګوئے صدر د چين سفير وانګ ګينګ سره د ملاقات په مهال كووډ۔ 19 ويكسين وړومبي كهيپ په وركولو د چين چارواكو او د هغه مننه وكړه۔ صدر ووئيل د چين د داروګانو جوړولو كمپنۍ سينوواك ويكسين ترلاسه كيدو نه پس هېواد كښې د 01 مارچ څخه د ويكسينېشن كمپائن پيل كولو اعلان كړې۔