د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې ترمينځه دوېم ټېسټ ميچ ﴿نن﴾ پېل كيږي

سېنټ لوشيا 17 جون (اے پي پي) د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه دويم او آخري ټېسټ ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ په 18 جون ډيرن سيمي نېشنل سټيډيم، ګراس آئليټ كښې پيل كيږي۔ كوربه ډلي سوئيلي افريقې ته د دوه ميچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ دغسې وړومبي ټېسټ كښې سوئيلي افريقې 63 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ ټيسټ سيريز نه پس به د دواړه ډلو ترمينځه د 5 ټي 20 انټرنېشنل مېچونو سيريز كولے شي۔ وړومبې مېچ به په 26 جون، دوېم په 27 جون، درېم به په 29 جون، څلورم به په 01 جولائي دغسې 5م او آخري مېچ به په 3 جولائي كولې شي